یوناما: میرمن ډي‌کارلو د طالبانو سره په کتنو کې د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز لېرې کولو غوښتنه کړې

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډي‌کارلو سفر پرون (یکشنبه، ۵ د سلواغې) پای ته رسیدلی دی.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، چې میرمن ډي‌کارلو د طالبانو له چارواکو، په کابل کې میشتو ډیپلوماټانو، افغان میرمنو، د مدني ټولنې له استازو او د ملګرو ملتونو د ښځینه کارمندانو سره کتلي دي.

د یوناما د اعلامیې له مخې، په سوله او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د طالبانو له چارواکو سره په کتنو کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو د لګول شوو محدودیتونو او همدارنګه د ښځو پر زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې پر حضور یې د پراخو بندیزونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د دغو محدودیتونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

یوناما زیاته کړې، چې مېرمن ډي‌کارلو همدارنګه طالب چارواکي هڅولي چې د دوحې په بهیر کې په فعاله او هر اړخیزه توګه برخه واخلي او خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي، هغه ژمنې چې د افغانستان د بېرته ادغام لپاره له نړیوالې ټولنې سره اړینې بلل کېږي.

د یوناما د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او طالب چارواکو موافقه کړې، چې خپلې اړیکې او خبرې اترې به جاري ساتي.

یوناما ویلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې دغه راز د پولو له لارې افغانستان ته د بشري مرستو پر ازاد لیږد ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د طالبانو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د یوناما د اعلامیې له مخې، مېرمن ډي‌کارلو د ملګرو ملتونو له افغان ښځینه کارکوونکو سره په کتنه کې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د هغوی له حیاتي او ارزښتناک رول څخه ستاینه کړې او له هغوی سره یې خپل پیوستون څرګند کړی دی.

یوناما ویلي، چې هغې د افغان میرمنو او د مدني ټولنې له استازو سره هم په هیواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه