ننګرهار کې څلور ماشومان سیند ته لوېدلي او مړه شوي

Photo: Social Media

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور ماشومان «کونړ سیند» ته تر لوېدو وروسته مړه شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي غلام قادر اطلاعات روز ته وویل، دغه پېښه د تېرې شنبې ورځ (۴ د سلواغې) هغه مهال رامنځته شوې، کله چې یوه کورنۍ له خپلو ماشومانو سره د کامې ولسوالۍ اړوند «ترۍ» سیمې ته چې د کونړ سیند پر غاړه پرته ده د تفریح لپاره تللې وه.

هغه زیاتوي یادو ماشومانو ته یې مور د سیند پر غاړه تصویرونه اخیستل، چې د اوبو څپې وهلي او څلور واړه اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
د نوموړي په خبره د یادو ماشومانو له ډلې یې د دوو جسدونه موندل شوي او دوه نور یې لاهم په سیند کې تري تم دي.

د هغه په وینا، یاد ماشومان چې خوېندې او ورونه دي عمرونه د ۶، ۸ او ۱۲ کلونو ترمنځ دي، چې دوه یې نجونې او دوه یې هلکان دي.

د کامې ولسوالۍ «ترۍ» هغه سیمه ده چې د کونړ د سیند پر غاړه پرته ده او زیاتره کورنۍ ورته د رخصتیو په ورځو کې د تفریح په موخه راځي، چې ځینې یې د سیند په اوبو کې د عکسونو او ویډیوګانو ثبتولو پر مهال له دا ډول پېښو سره مخ کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه