ننګرهار کې «ناپېژانده» وسله والو یو طالب سرتیری وژلی

اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې «ناپېژانده» وسله والو یو طالب سرتیری په ډزو وژلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د علي خان په نوم یاد سرتیری چې په (عکرمه) مشهور و، د مومندرې ولسوالۍ د «۲۸مې ویالې» سیمې اړوند کوچیانو کلي کې په ډزو وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، یاد طالب سرتیری تېره دوشنبه (۶ د سلواغې) دشپې مهال ناپیژانده وسله والو وژلی او د هغه وسله یې هم له ځانه سره وړې ده.

ننګرهار کې د طالبانو ځایي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم یو طالب سرتیری د خپل ورور له لوري په ډزو وژل شوی و.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه