اطلاعات روز: خوست کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې یې د هغه پخواني نظامي جسد موندلی چې اته میاشتې وړاندې نادرک شوی و.
د خوست ولایت مقام لپاره د طالبانو ویاند مستغفر ګربز وایي، چې دغه نظامي جاوید نومیده او جسد یې تېره ورځ (یکشنبه، ۵ د سلواغې) د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د مرکز متون ښار اړوند «ګنګينۍ» سيمه کې په یو کور کې موندلی دی.
ګربز زیاتوي، چې جاوید د تېر جمهوريت د ملي امنیت واکنش قطعې غړیتوب درلود او شاوخوا اته میاشتې وړاندې د خپلو ماماګانو او تره زامنو له لوري په مرموز ډول وژل شوی او جسد یې په ډېر مهارت د خپل کور په انګړ کې خښ کړی و.
د ده په وینا، چې د سیمې د اوسېدونکو او د روغتیایي ټیمونو په حضور کې د جاوید جسد له خاورې ایستل شوی او کورنۍ ته يې سپارل شوی دی.
د نوموړي په وینا، د دې پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
له کله راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې پټې وژنې زیاتې شوي دي.
