نورستان کې د واورې ښویېدنې له امله شپږ کسان مړه او ټپیان شوي

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم وایي، د دغه ولایت په واما ولسوالۍ کې شپږ کسان چې خپلو کورونو ته پر لار وو، د واورې ښویېدنې له امله دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي.

صمیم زیاتوي، دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۶ د سلواغې) مازدیګر مهال د نورستان د واما ولسوالۍ په «کوردر» سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې مرستندویه ټیمونو څلور کسان په ټپي حالت کې را ایستلي، خو د موسی خان او عبدالقیوم په نومونو دوه تنه لا هم تر واورو لاندې دي.

د فریدون صمیم په وینا، د پېښې سیمې اراضي سخته ده او ماشنیري نه شي ورتللی، ځکه لا هم د پاتې دوو کسانو جسدونه نه دي موندل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او دوه نور ټپیان شوي وو.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه