د ګېټس بنسټ د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلو سره ۶۰۰ زره ډالر مرسته کوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو ماشومانو او کورنیو سره ۶۰۰ زره ډالر مرسته کوي.

یونیسف ویلي، د دې بودیجې له لارې به بېړنی ژمنی ملاتړ برابر شي، چې پکې بیړنۍ نغدي مرستې او خدماتي خېمې شاملې دي، تر څو د خورا سړو میاشتو پر مهال له ماشومانو او میندو سره حیاتي ملاتړ دوام پیدا کړي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج الدین اویوال ویلي: «دا مرسته د ګیټس بنسټ له لوري په یوه حساس وخت کې وشوه، ځکه کورنۍ د ژمي له تر ټولو سختو اوونیو سره مخ دي. دې مرستې کورنیو ته دا زمینه برابره کړې چې خپلې بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.»

د ۲۰۲۵ کال د اګست په وروستیو کې د رېښتر په کچه شپږ درجې زلزلې د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دې زلزله کې یو زرو او ۹۹۲ کسان مړه او درې زره او ۶۳۱ نور ټپیان شول.

ملګرو ملتونو دغه راز ویلي، چې په دې زلزله کې له اته زره او ۳۰۰ څخه ډیر کورونه زیانمن یا هم ویجاړ شوي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه