اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د بېلابېلا مرستندویه موسېساتو له لوري ٣٥٥ بېوزلو، بېسرپرسته او معلولو مېرمنو ته «مېږې» ورکړل شوي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د مالدارۍ ریاست نن (سې شنبه، ٧ د سلواغې) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرسته د ډنمارک کډوالو ادارې (DRC) په تخنیکي او د اروپايي ټولنې او سویس پراختیایي ادارې په مالي لګښت شوې.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د دې پروسې لپاره د نوملیکنې بهیر څو میاشتې وړاندې پیل شوی و او اوس هرې مستحقې کورنۍ ته دوه-دوه مېږې ورکړل شوې.
دغه راز د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې هم د یونیسف په مالي ملاتړ ١١٥ مېرمنو ته د باغچو جوړولو او مالدارۍ برخه کې مرسته شوې ده.
د دې پروګرام موخه د څارویو د ساتنې کیفیت لوړول، دودیزو غوجلو پرځای معیاري جوړښت ته لاره هوارول او د مالدارانو اقتصادي وضعیت ته مثبته اغېزه رسول دی.
د دې ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کورنۍ به د دغو مرستو له لارې د لبنیاتو اړتیاوې پوره او د اضافي محصولاتو په پلور سره به اقتصادي ملاتړ ترلاسه کړي.
د دې مرستې هدف د بېوزلو کورنیو د معیشت ښهوالی او د هغوی د ځانبساینې لپاره عملي ګام بلل شوی.
