اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وايي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یو کور چت پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وايي، چې پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ٨ د سلواغې) ناوخته د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «غوچکو» سیمه کې رامنځته شوې.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه غړي مړه شوي او یو ټپي دی.
که څه هم تر اوسه د یاد کور د چت پرېوتو اصلي لامل نه دی روښانه شوی، خو ډېر کله دا ډول پېښې د زیاتو ورښتونو، زلزلو او د کورونو د زوړوالي له امله رامنځته کېږي.
