اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې په دې ولايت کې يو ۲۸ کلن ځوان د زهرو په خوړلو خپل ژوند پای ته رسولی دی.
یوې سرچینې وویل، چې دغه ځوان «محبوب شاه» نومیده او تېره ورځ (چهارشنبه، ۸ د سلواغې) یې زهر خوړلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې محبوب شاه د درملنې په موخه ميرويس روغتون ته انتقال شوی و او روغتون کې يې نن سهار ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچينې په وینا، دغه کس د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند د فاميلي سيمې اوسيدونکی و او د ځان وژنې لامل یې تر اوسه معلوم نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د طالبانو راتګ سره ډيری دغه ډول ځان وژنې د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته کېږي، خو طالبانو تر اوسه په دې برخه کوم ګام نه دی پورته کړی او لا یې ځوانان له مسلکي بستونو شړلي او پر ځای یې خپل کسان ګمارلي دي.
