په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) دفتر اعلان کړی، چې بنګلادېشۍ ډیپلوماته رباب فاطمه یې د دې استازولۍ د نوې مشرې په توګه ټاکلې ده.
تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي وو چې رباب فاطمه په افغانستان کې د یوناما د مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه ګومارل شوې ده.
یوناما نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش تېره ورځ د رباب فاطمې ټاکنه د خپلې نوې ځانګړې استازې په توګه اعلان کړه.
اغلې فاطمه د قرغزستانۍ روزا اوتونبایوا ځایناستې شوې ده. نوموړې دویمه ښځه ده چې افغانستان ته د طالبانو له بېرته واکمنېدو وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه ټاکل کېږي.
یوناما ویلي چې اغلې فاطمه په ملي او نړیواله کچه د ملکي خدمتونو، دوه اړخیزې او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ، پالیسۍ جوړونې، مدافعې او د پروګرامونو د طرحې او پلي کولو په برخو کې له ۳۰ کلونو څخه زیاته تجربه لري.
هغې د یوناما تر مشرۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د هغو هېوادونو لپاره د دې سازمان د لوړې استازې په توګه دنده ترسره کړې چې لږ پرمختللي دي، یا سمندر ته لار نه لري، او همدارنګه د کوچنیو ټاپوییزو مخ پر ودې هېوادونو په چارو کې یې کار کړی دی.
همدارنګه، نوموړې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د بنګلادېش دایمي استازې وه او تر هغه وړاندې یې په جاپان کې د بنګلادېش د سفیرې په توګه دنده هم ترسره کړې وه.
