د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د افغانستان، ایران او تاجیکستان د ځمکني ترانزیټي دهلېز د جوړولو په اړه یې هوکړه کړې، څو ترانزیټ پراخ او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټ په برخه کې همکاري پیاوړې شي.
له یاد وزارت څخه نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوکړه د ایران د مشهد ښار په درې اړخیزه غونډه کې شوې ده. د دې هوکړې له مخې به د افغانستان له لارې د ایران او تاجیکستان ترمنځ د توکو د ترانزیټ زمینه برابره شي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې غونډه کې د دغه وزارت د ځمکني ترانسپورټ د قوانینو او تړونونو رئیس، یارمحمد رمضان، هم ګډون کړی و.
په ورته مهال ایراني رسنیو هم راپور ورکړی چې یاده هوکړه د ایران د سړکونو او جاده یي ترانسپورټ ادارې د رئیس او د ترانسپورټ وزارت د مرستیال رضا اکبري، د تاجیکستان د ترانسپورټ وزارت د مرستیال شایسته سعیدمرادزاده، او د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ځمکني ترانسپورټ د قوانینو او تړونونو د رئیس یارمحمد رمضان ترمنځ لاسلیک شوې ده.
