د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، ترهګرې ډلې لا هم د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو او د بېګناه خلکو د وژلو لپاره کار اخلي.
شهباز شریف نن (سېشنبه، ۱۰ وږي) د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، تر هغه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان ترهګریز بریدونه دوام ولري، په سیمه کې سوله نه شي ټینګېدای.
هغه زیاته کړې چې له افغانستانه پر پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ترسره کېدونکي ترهګریز بریدونه باید په اغېزمن ډول ودرول شي.
د پاکستان لومړي وزیر په ورته وخت کې ویلي چې هېواد یې د یوه سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی.
پاکستان پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته څو ځله ادعا کړې چې ترهګرې ډلې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي.
پاکستاني چارواکي په ځانګړي ډول په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د مشرانو او غړو او د «بلوچستان د آزادۍ غورځنګ» حضور ته اشاره کوي او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د بېتوپیره مبارزې غوښتنه کوي. پاکستاني چارواکو په ځینو مواردو کې طالبان هم د دغو ډلو په ملاتړ تورن کړي دي.
خو طالبان په افغانستان کې د دغو ډلو حضور ردوي او وایي چې هېڅې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
