یاسمین پراز دسیموز، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د عملیاتو مشره، وايي چې د افغانستان خلک له سختو بشري اړتیاوو او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ روغتیايي سیستم سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي.
مېرمن دسیموز په کابل کې له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، افغانستان سره له دې چې خلک یې له سختو اړتیاوو سره مخ دي، د نړۍ د پام له اصلي محور څخه وتلی دی.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې دې لوړپوړې چارواکې ویلي چې د افغانستان خلک نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري او له نړۍ یې غوښتي چې «د افغانستان ټولنې یوازې پرېنږدي.»
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د عملیاتو مشرې په افغانستان کې د بشري مرستو د بودجې کمښت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي: «موږ اړ شوو چې د دې لپاره چې لا هم د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې شو، سختې پرېکړې وکړو.»
د سره صلیب نړیواله کمېټه په ټول افغانستان کې له ۴۶ روغتیايي مرکزونو او اوو بیارغونې مرکزونو سره مرسته کوي. په دغو خدمتونو کې د هغو کسانو لپاره روغتیايي پاملرنې هم شاملې دي چې د جګړو پر مهال یا د ناچاوده مهماتو له امله ټپیان شوي دي.
دغه کمېټه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې له هغو ټولنو سره هم مرسته کوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو اغېزمنې شوې دي او د هغوی رسېدنه یې د خپلو کاري لومړیتوبونو په توګه ټاکلې ده.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د عملیاتو مشره په دې وروستیو کې کابل ته تللې او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو، په ګډون د لومړي وزیر له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې لیدلي او خبرې یې کړې دي.
مېرمن دسیموز له فرانس پرېس سره په خبرو کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو، په ځانګړي ډول د زدهکړو او کار د بندیزونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغې ویلي: «موږ کولی شو خپلې ښځینه کارکوونکې د روغتیايي ملاتړ په برخه کې وساتو»، خو اصلي اندېښنه دا ده چې «له هغې وروسته به څه کېږي؟ ځکه که نوی نسل تعلیمیافته نه وي، نو د کارکوونکو د ځایناستې لپاره به نور ځواک ونه لرو.»
هغې د روغتیا په برخه کې د ښځینه کارکوونکو د شتون پر اهمیت ټینګار کړی، څو هغوی وکولای شي «روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او ښځو ته نږدې واوسي.»
طالبانو له هغه وخته چې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې منع کړې او د پوهنتونونو دروازې یې هم د هغوی پر مخ تړلې دي.
دغه ډله د ښځو پر کار هم په ډېرو دولتي ادارو، کورنیو او نړیوالو نادولتي سازمانونو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې بندیز لګولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له تېرو پنځو کلونو راهیسې له بشري ناورین سره مخ دی او یوازې په روان میلادي کال کې ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
