د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې کارکوونکو په خوست ولایت کې ۱۲ خبریالان د لنډې مودې لپاره نیولي او کمرې یې ترې ضبط کړې دي.
دغه مرکز د یوه سیمهییزې سرچینې په حواله لیکلي چې یاد خبریالان نن (سهشنبه، د وږي ۱۷مه) د کتابونو د یوه نندارتون د خبري پوښښ پر مهال د خوست ښار له دویمې ناحیې څخه ونیول شول او له کمرې ترې د ضبطولو وروسته بېرته خوشې شول.
یوه سیمهییز خبریال دغه بنسټ ته ویلي چې خبریالان په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې په بلنه د یاد نندارتون د خبري پوښښ لپاره ورغلي وو، خو د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو دغه بلنه له پامه غورځولې او خبریالان یې له «سپکوونکي چلند» سره مخ کړي دي.
دغه سیمهییز خبریال ویلي چې د خوست د والي دفتر او د طالبانو نور سیمهییز چارواکي له دې پېښې خبر شوي، خو له شاوخوا څلورو ساعتونو تېرېدو سره سره لا هم د خبریالانو کمرې بېرته نه دي ورکړل شوې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز لیکلي چې دا اقدام د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو د بندیز په لړ کې ترسره شوی دی؛ که څه هم په خوست کې دغه بندیز په رسمي ډول نه دی ابلاغ شوی، خو سیمهییز خبریالان او رسنۍ څو ځله په غیررسمي ډول د دې بندیز د پلي کولو لپاره تر فشار لاندې راغلي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې له خبریالانو سره د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې «سپکوونکی او د انساني او مسلکي کرامت خلاف چلند» په کلکه غندلی دی.
دغه مرکز له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو کمرې دې سمدستي بېرته ورکړي، «د دې ډول ناوړه چلند او سپکاوي مخه دې ونیسي او خبریالانو ته دې اجازه ورکړي چې خپل مسلکي کار په داسې چاپېریال کې په ازادانه توګه ترسره کړي چې له وېرې او د نیول کېدو له اندېښنې پاک وي.»
طالبانو په خپل د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړي دي. دغه حکم تر اوسه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې عملي شوی دی.
