په لوګر کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مسوولان وايي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې راټول کړي ۱۳۹ بېلابېل ډوله د موسیقۍ وسایل نن (سه شنبه، ١٧ د وږي) سوځولي دي.
د دغه ریاست لپاره طالب ویاند مولوي اکرامالله عزیر ویلي، چې دغه د ساز او سرود وسایل د دوی د محتسبینو د «دوامدارو هڅو او څارنې» په پایله کې له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو.
نوموړي ویلي چې ساز او سرود غږول «ناروا عمل» دی او له خلکو یې غوښتي چې د خوښیو، ودونو او نورو مراسمو پر مهال له ساز، سرود او هر ډول موسیقۍ غږولو ډډه وکړي.
هغه زیاته کړې چې موسیقي «د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې عمل» دی.
د لوګر د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مسوولان داسې مهال د ساز او سرود وسایل سوځوي چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د موسیقۍ ګڼ شمېر وسایل راټول او سوځول شوي دي.
