د ایران سپاه پاسداران وايي، وروسته له هغه چې امریکا پر پنځو ایراني تېلوړونکو بېړیو برید وکړ، د هرمز په تنګي کې یې ۲۰ بېړۍ، چې دوه امریکايي جنګي بېړۍ هم پکې شاملې دي، په نښه کړې دي.
سپاه پاسداران نن چهارشنبه، د وږي ۱۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې عملیاتو کې دوه جنګي ناوشکنې، «DDG-119» او «DDG-153»، چې د کروز توغندیو او «ایجیس» دفاعي سیستمونو سمبالې وې، تر برید لاندې راغلې دي.
سپاه پاسداران زیاته کړې چې اته تېلوړونکې بېړۍ او ۱۰ نورې سرغړونکې کښتۍ هم په نښه شوې دي. د دوی په وینا، دغو بېړیو د امریکا د پوځ په هڅونه او ملاتړ غوښتل چې د هرمز له تنګي څخه د ممنوعه او ناامنه سیمې له لارې تېرې شي.
په همدې حال کې، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) هم په هرمز تنګي کې له یوې سوداګریزې بېړۍ سره د یوې پېښې رامنځته کېدل تایید کړي دي.
دې ادارې په «ایکس» کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بېړۍ په سیمه کې د پوځي فعالیتونو پر مهال له یوه تعامل یا مخامخ کېدو سره مخ شوې ده.
خو د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې د دې تعامل د څرنګوالي، د ښکېلو لورو د هویت او یا د بېړۍ د اوسني وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي او ویلي یې دي چې څېړنې لا هم روانې دي.
