د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د شینواري سیمې د تالک کان د درېیم بلاک د استخراج قرارداد یې له «عمر فاروق» خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی دی.
دغه وزارت نن (سهشنبه، د وږي ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه قرارداد د تالک کان ۶،۷۵ کیلومتره مربع ساحه رانغاړي او د څلور میلیونه، ۵۱۸ زره او ۳۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري ویلي، قراردادي شرکت به د دغه کان د هر استخراج شوي ټن تالک په بدل کې طالبانو ته یو زر او ۳۲۰ افغانۍ حقالامتیاز ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه شرکت ژمنه کړې چې د کان په سیمه کې به له ځايي اوسېدونکو سره ټولنیزې مرستې او خدمات هم وړاندې کوي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د دغه قرارداد په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
طالبانو له افغانستان څخه د بیا واکمنېدو وروسته په منظم ډول د هېواد د کانونو د اکتشاف او استخراج په موخه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره ګڼ قراردادونه لاسلیک کړي دي.
دغه ډله د هېواد له کانونو څخه استخراج شوي محصولات هم پلوري او د خپلې حکومتولۍ د لګښتونو یوه برخه له همدې لارې برابروي.
خو د طالبانو له لوري د هېواد د کانونو استخراج له نیوکو سره هم مخ شوی دی. د سیاسي ډلو یو شمېر غړو طالبان د هېواد د کانونو په «تاراج» تورن کړي دي.
