طالبانو او ترکمنستان د سرحدي امنیت په اړه خبرې وکړې

Oplus_131072

د طالبانو د دفاع وزارت وایي، د دې ډلې د «۲۰۹ الفتح قول اردو» یوه پلاوي او د ترکمنستان سرحدي چارواکو د سرحدي امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو دفاع وزارت نن (جمعه، د وږي ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو ژمنه کړې چې د امنیت د پیاوړتیا لپاره به خپلمنځي همغږي لا زیاته کړي.

په دغو خبرو کې د طالبانو د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ۱۱م سرحدي لوا قوماندان عبدالواسع نظري او د ترکمنستان د سرحدي لوا قوماندان مخدوم‌قلي بردییف د دواړو پلاوو مشري کوله.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې دواړو لورو د «سرحدي سیمو د امنیت او د پولې دواړو غاړو ته د سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ د لوړولو» په اړه خبرې کړې او ژمنه یې کړې چې د امنیت د لا پیاوړتیا لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې، له چین پرته، له نږدې ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په بېلابېلو مواردو کې سرحدي ستونزې لرلې دي. له پاکستان سره د مستقیمو پوځي نښتو سربېره، د طالبانو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تر ټولو مهمې سرحدي ستونزې ناقانونه کډوالي او د نشه‌یي توکو قاچاق دي.

همدارنګه په ځینو مواردو کې د افغانستان له خاورې څخه د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پر لور ډزې شوې دي او لږ تر لږه په دوو مواردو کې طالبان له ایراني سرحدي ځواکونو سره په مستقیمه توګه نښتې شوي دي.

له بلې خوا، د افغانستان شمالي ګاونډي هېوادونه د هغو «ترهګرو ډلو» د غړو د نفوذ په اړه اندېښمن دي چې ویل کېږي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په خاوره کې ځای پر ځای شوي او غواړي منځنۍ اسیا ته داخل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته