اسماعیل بقايي: د ایران پر ضد د جګړې د توجیه لپاره د سپټمبر ۱۱مې پېښې ته استناد کول نامعقول دي

Oplus_131072

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ وروستۍ څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې د ایران پر ضد د «بې‌پروا او غیرقانوني جګړې» د توجیه لپاره د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونو ته استناد کول نامعقول دي.

بقايي نن (شنبه، د وږي ۲۱مه) پر «ایکس» ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې ویلي چې هغه روایت چې د امریکا د جګړې وزیر د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د کلیزې په مناسبت وړاندې کړی، له بنسټیزو تناقضونو ډک دی.

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ پرون په پنټاګون کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو د یاد غونډې پر مهال ایران د امریکا پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو ملاتړی بللی و.

هغه ویلي: «په تېرو شپږو میاشتو کې موږ په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر دولتي ملاتړی سخت ځپلی دی. زموږ ځواکونو له یوه اسلامي حکومت سره جګړه کړې چې نږدې نیمه پېړۍ یې زموږ د مرګ هیله لرله او د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو له امله یې خوښي څرګنده کړې وه.»

هېګسېټ زیاته کړې چې «د ایران رژیم له څو لسیزو راهیسې د امریکایانو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو ملاتړی دی او زرګونه کسان، چې په عراق او افغانستان کې زموږ متحدین هم پکې شامل دي، وژلي دي.»

خو اسماعیل بقايي ویلي: «د ایران پر ضد د بې‌پروا او غیرقانوني جګړې د توجیه لپاره د سپټمبر ۱۱مې د کلیزې یادول په بشپړه توګه نامعقول دي.»

هغه زیاته کړې چې دا جګړه د یوه خپلواک دولت د چارواکو له ترور او د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو، له په نښه کولو سره مل وه؛ نو هېڅکله نه شي کولای یوازې د «ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې» په نوم د ادبیاتو تر پوښښ لاندې له اخلاقي پلوه د توجیه وړ او منطقي وښودل شي.

بقايي د سپټمبر ۱۱مې په بریدونو کې د ایران لاس لرل او د دغو بریدونو ملاتړ رد کړی او ویلي یې دي: «د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو عاملین ایرانیان نه وو؛ بلکې هماغه کسان وو چې امریکا د دغو بریدونو له ترسره کېدو وړاندې په تېرو لسیزو کې هغوی ته وسلې ورکړې، تنظیم کړي یې وو، یا یې په نورو بڼو روزلي وو.»

هغه زیاته کړې چې له سپټمبر ۱۱مې بریدونو وروسته د «ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې» په نوم پیل شوې جګړې افغانستان او عراق ته کلونه جګړه، اشغال، د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله او پراخه ویجاړۍ ورپه برخه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې امریکا نه شي کولای «د ترهګرۍ د تعریف انحصاري واک» له ځان سره ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته