وروسته له هغې چې د سعودي عربستان د ختیځ ـ لویدیځ د تېلو پر لېږدونکې نللیکه د عراق له خاورې څخه د توغول شویو بېپیلوټه الوتکو په وسیله برید وشو، د عراق حکومت له ایران سره د شلمچې سرحدي دروازه تړلې او خپل یو پوځي قوماندان یې له دندې ګوښه کړی دی.
رویټرز خبري اژانس نن (شنبه، د وږي ۲۱مه) په یوه راپور کې لیکلي چې د عراق لومړي وزیر علي زیدي، د سعودي عربستان د ختیځ ـ لویدیځ د تېلو پر نللیکه له برید وروسته، د میسان ولایت پوځي قوماندان له دندې ګوښه کړی؛ هغه سیمه چې برید ترې ترسره شوی و.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، د عراق لومړي وزیر ویلي چې له څېړنو وروسته څرګنده شوه چې برید د هغې سیمې له یوې برخې څخه شوی چې د میسان ولایت د عملیاتو د قوماندان تر څارنې لاندې وه، له همدې امله نوموړی له خپلې دندې لرې شو.
میسان د عراق په سوېل ختیځ کې موقعیت لري او له ایران سره ګډه پوله لري. د دغه ولایت مرکز عماره ښار دی.
راپورونه هم خپاره شوي چې عراق له ایران سره د شلمچې سرحدي دروازه تړلې ده.
رویټرز د دوو امنیتي سرچینو له قوله لیکلي چې دغه سرحدي دروازه د «احتیاطي اقدام» په توګه او د سعودي عربستان د ختیځ ـ لویدیځ د تېلو پر نللیکه له عراق څخه د ترسره شوي بېپیلوټه برید وروسته تړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان کړی و چې د «ختیځ ـ لویدیځ» د تېلو پر نللیکه برید شوی دی. دغه نللیکه د هرمز تنګي یوازینۍ بدیله لار بلل کېږي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دغه برید د پنجشنبې سهار د هغو بېپیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوی چې له عراق څخه الوتل شوې وې.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دا ځل به غچ اخیستونکی اقدام ونه کړي، څو عراقي چارواکو ته فرصت ورکړل شي چې د ورته بریدونو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
