د هرات د امنیه قوماندانۍ وايي، د هرات ـ اسلامقلعه پر لویه لار د «کندک» په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسيني وايي، پېښه هغه مهال شوې چې یو عراده پریوس موټر له یوه ټکسي موټر سره ټکر کړی دی.
د نوموړي په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د دوی لخوا ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
دغه ترافیکي پېښه تېره ماښام مهال، «سهشنبه، ۱۴ د تلې» رامنځته شوې او لامل یې هم نه دی په ډاګه شوی.
