فایق: د «ښه» او «بد» ترهګرو ترمنځ باید توپیر ونه شي

faiq_naseer

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، ترهګري په ټولو بڼو کې د غندنې وړ ده او باید د «ښه» او «بد» ترهګرو ترمنځ هېڅ ډول توپیر ونه شي.

فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د شپږمې کمېټې په غونډه کې، چې د «نړیوالې ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د اقداماتو» په اړه جوړه شوې وه، وویل چې د افغانستان خلکو له ترهګرۍ او د نیابتي ځواکونو په توګه د افراطي ډلو له کارولو څخه ډېرې ژورې کړاوونه ګاللي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ ترهګري، هر چېرې او د هر چا له لوري چې ترسره کېږي، په کلکه غندو. هېڅ سیاسي موخه، ایډیالوژیکه ادعا او یا مذهبي توجیه نشي کولای ترهګریز تاوتریخوالی توجیه کړي.»

فایق ټینګار وکړ چې د «ښه» او «بد» ترهګرو ترمنځ باید هېڅ ډول توپیر ونه شي.

په هغه وینا کې چې فایق په دې غونډه کې وړاندې کړه، راغلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو او د یوه مشروع حکومت د نشتوالي په شرایطو کې «افراطیت او ترهګري» د افغانستان او سیمې لپاره جدي ګواښونه دي.

د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو په راپورونو کې څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او فعالیتونه مستند شوي او طالبان باید په دې اړه ځواب‌ویونکي وبلل شي.

فایق ټینګار کړی چې «د افغانستان خاوره باید هېڅکله د ترهګرو لپاره پر خوندي پټنځای او یا د نورو هېوادونو پر وړاندې د ګواښونو پر مرکز بدله نه شي.»

هغه پر افغانستان د پاکستان هغه بریدونه چې پاکستان یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بولي، «غیرقانوني» بللي او ویلي یې دي: «د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه نشي کولای غیرقانوني بریدونه او یا د ملکي وګړو ژوند ته نه پاملرنه توجیه کړي. د افغانستان خلک باید د ترهګریز تاوتریخوالي او یا د هغو پوځي غبرګونونو بیه ورنه کړي چې د دوی ژوند او معیشت له ګواښ سره مخ کوي.»

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د یوه «دوامدار غبرګون» په ترڅ کې له یوه مشروع، ځواب‌ویونکي او ټول‌شموله حکومت څخه ملاتړ وکړي؛ هغه حکومت چې د افغانستان د خلکو پر اراده ولاړ وي او د هېواد د نړیوالو ژمنو د ترسره کولو وړتیا ولري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د ښځو او نجونو د حقونو پر بېرته راژوندي کولو او د ښځو د بشپړ مشارکت پر تضمین هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره باید یو اصولي او همغږی نړیوال چلند غوره شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته