طالبانو په پنجشېر کې د «امارت نظام» په ملاتړ د ۵۰۰ دیني عالمانو په ګډون غونډه کړې

Photo: Provided

په پنجشېر کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۵۰۰ دیني عالمانو په ګډون د خپل حکومت په ملاتړ غونډه کړې ده.

د سرچینو په وینا، دغه غونډه نن (سه‌شنبه، ۱۴ د میزان) په پنجشېر کې د طالبانو د «ځانګړې لوا» له لوري د دغه ډلې د والي له دفتر سره په همغږۍ جوړه شوې وه.

سرچینې وايي، په دې غونډه کې د طالبانو د پنجشېر والي محمدآغا حکیم او د دې ډلې یو شمېر پلوي دیني عالمانو خبرې وکړې او له دیني عالمانو یې وغوښتل چې د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ وکړي او له خلکو هم وغواړي چې له دغه نظام څخه ملاتړ وکړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو والي ویلي چې په تېرو حکومتونو کې د بهرنیو هېوادونو افکار او کلتور په افغانستان کې ترویج شوي، چې د نوموړي په وینا، د «اسلامي امارت» او خلکو ترمنځ یې واټن رامنځته کړی دی. هغه ویلي چې اوس د دیني عالمانو دنده ده چې د خلکو افکار اصلاح کړي.

د سرچینو په وینا، د کابل د پل‌خشتي جومات خطیب مولوي نقیب‌الله هم په دې غونډه کې ګډون کړی و او له نورو دیني عالمانو یې وغوښتل چې د طالبانو د نظام په ملاتړ خپل غږ پورته کړي.

د سرچینو د راپور له مخې، په دې غونډه کې ګډون کوونکي دیني عالمان د پنجشېر د طالبانو ولسوالانو له لوري غونډې ته راوستل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو چارواکي د دغه ډلې پر حکومت د نارضایتۍ د زیاتېدو له امله هڅه کوي چې وضعیت تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځله له دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه‌ییزو مخورو غوښتي چې خلک د دوی د حکومت ملاتړ ته وهڅوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته