د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده ایالات په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه لا هم اندېښنه لري او هڅې کوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او د دغه هېواد د ګټو پر ضد د بریدونو لپاره د اډې په توګه ونه کارول شي.
د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، امریکا نه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو پر پناهځای بدل شي او د دغه هېواد له خاورې څخه د امریکا پر ضد بریدونه ترسره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ورته وخت کې ټینګار کړی چې متحده ایالات طالبان یا هېڅ بل لوری د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د دوحې په تړون کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره له مهمو موضوعاتو څخه وو.
د دغه تړون له مخې، طالبانو ژمنه کړې وه چې هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او متحدینو پر ضد د بریدونو لپاره وکاروي.
خو په وروستیو کلونو کې امریکايي چارواکو پر طالبانو نیوکې کړې او ادعا یې کړې چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې یې خپلې ژمنې په بشپړ ډول نه دي عملي کړې.
طالبانو بیا تر دې وړاندې په وار وار ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ هېواد پر ضد کار اخیستو ته اجازه ورنه کړي.
واشنګټن لا هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو اندېښمن دی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
