امریکا، اوکراین او اروپا د جګړې پر پای ته رسولو خبرې کړې دي

Source: AFP

د امریکا، اوکراین او اروپا استازو د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې خبرې کړې دي.

رویټرز خبري اژانس نن (شنبه، د تلې ۱۸مه) راپور ورکړی چې امریکا په دې غونډه کې د دواړو لورو ترمنځ پر «جوړې» ټینګار کړی دی.

دا غونډه په داسې حال کې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له روسیې سره د «ډیزلو» پر سر د یوې هوکړې خبر ورکړی دی.

رویټرز لیکلي چې د امریکا، اوکراین او اروپا استازو شاوخوا شپږ ساعته خبرې کړې، څو د «اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوه ګډ پلان» هوکړې ته ورسېږي.

د غونډې یوې باخبره سرچینې ویلي: «موخه دا ده چې په راتلونکو څو اوونیو کې یو ګډ پلان چمتو شي، څو روسیې ته وړاندې شي او د ژمي تر رارسېدو مخکې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وشي.»

دا خبرې له روسیې سره د ډیزلو د سوداګرۍ په اړه د ډونالډ ټرمپ له څرګندونو سره هم‌مهاله شوې دي.

ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې روسیې د سون‌توکو د بیو د راټیټولو لپاره نړیوالو بازارونو ته د ډیزلو له عرضه کولو سره موافقه کړې ده.

په همدې وخت کې د ټرمپ حکومت پر روسیې د سون‌توکو هغه بندیزونه لغوه کړل چې مسکو د جګړې له عوایدو محرومولو لپاره لګول شوي وو.

دغه هوکړه د امریکا د قانون‌جوړوونکو او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له نیوکو سره مخ شوې ده.

زلنسکي په یوه اعلامیه کې ویلي: «دا ټولې پیسې د خلکو، اوکراین او زموږ ټولو پر ضد د جګړې لپاره لګول کېږي. باور لرم چې زموږ له ټیم څخه یوازې د عامه افکارو د اړولو لپاره د پردې په توګه کار اخیستل کېږي او دا په هېڅ صورت عادلانه نه ده.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته، مسکو ته د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو ته په اشارې ویلي چې «د سولې د خبرو سمدستي بیا پیلول ناشوني برېښي.»

په میامي کې د څه په اړه خبرې وشوې؟

رویټرز لیکلي چې د میامي په غونډه کې د امریکا د استازو په توګه سټیو ویټکاف او جرد کوشنر، د اوکراین پلاوي او همداراز د اروپا او ناټو استازو ګډون کړی و.

دغه رسنۍ د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې مذاکره‌کوونکو «د بېلابېلو موضوعاتو پراخه لړۍ» څېړلې، چې پکې له جګړې وروسته د اوکراین لپاره د ملاتړ یوه بسته هم شامله وه. په دې بسته کې د امریکا او اروپا له لوري امنیتي تضمینونه شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې په خبرو کې د اوکراین له جګړې وروسته د اقتصادي پلان او اروپايي ټولنې ته د کی‌یف د «ورګډېدو د بهیر» په اړه هم بحث شوی دی.

همداراز، پلاوو د یوې حساسې موضوع په توګه د «سیمه‌ییزو مسایلو» په اړه پر ځینو وړاندیزونو خبرې کړې دي.

د میامي په غونډه کې د اوکراین استازو ټینګار کړی چې روسیه باید هغه سیمې بېرته پرېږدي چې د جګړې پر مهال یې نیولې دي. خو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیغام دا دی چې دواړه لوري باید «جوړې» ته ورسېږي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په نیویارک کې د یوه انتخاباتي غونډې پر مهال وویل چې ډېر ژر به د ایران او اوکراین شخړې حل کړي یا به په دغو شخړو کې بریالي شي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران جګړه به «په چټکۍ او په هره ممکنه لاره» پای ته ورسوي.

ټرمپ د ایران پر ضد د خپلو ګواښونو په تکرارولو وویل: «یا به هغوی هر څه موږ ته وسپاري او یا به نور شتون ونه لري.»

هغه زیاته کړه چې د دغو شخړو د حل بهیر «په ډېر چټک سرعت روان دی.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته