نن (شنبه، د میزان ۱۸مه) د رواني روغتیا له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د روغتیا نړیوال سازمان وړاندیز کړی، چې د لا روغو کورنیو او ټولنو لپاره د یو بل خبرو ته له قضاوت پرته او په مهربانۍ غوږ ونیسو.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د دفتر مشر ادوین سالوادور نن په یوه ویډیويي پیغام کې وایي، د سږ کال شعارونه را یادوي چې د هر انسان کیسه ارزښت لري او باید واورېدل شي.
د هغه په وینا، «په ټول افغانستان کې ډېر خلک له ځان سره داسې پټ فشارونه ګرځوي چې د لاسهورکولو، ستونزو او یا د ژوند د ورځنیو کړاوونو له امله رامنځته شوي دي.»
سالوادور وایي: «که له دغو ستونزو سره لاس او ګرېوان یاست، پوه شئ چې یوازې نه یاست. د رواني روغتیا پاملرنه هماغومره مهمه ده لکه د جسمي روغتیا پاملرنه. د مهربانۍ او له قضاوت پرته غوږ نیولو، د یو بل ملاتړ کولو او د رواني روغتیا په اړه د ازادې خبرې له لارې، کولای شو لا روغې کورنۍ او ټولنې جوړې کړو.»
د میزان ۱۸مه، چې د اکتوبر له لسمې سره برابره ده، له ۱۹۹۲ میلادي کال راهیسې د «رواني روغتیا د نړیوالې ورځې» په توګه نمانځل کېږي. د سږ کال شعار دی: «د ژوندیو تجربو غږ دې واورېدل شي؛ رښتیني غږونه، رښتینی بدلون.»
د روغتیا نړیوال سازمان وروستۍ ارزونې، چې تفصیلي راپور یې د روان کال په مارچ کې خپور شوی، ښيي چې د افغانستان د ټول نفوس تر ۵۰ سلنې ډېر له پراخ رواني فشار سره مخ دي.
دغه سازمان وایي، په افغانستان کې رواني روغتیا ته لازم پام نه دی شوی او اوس په ټول هېواد کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره یوازې ۳۲۰ بستره شته.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، ښځې او ځوانې نجونې د طالبانو له خوا پر زدهکړو، کار او ازادیو د لګول شویو محدودیتونو له امله تر ټولو ډېر رواني فشار زغمي. د یوې نظرپوښتنې ۷۵ سلنه ښځینه ګډونوالو ویلي، چې له سخت خپګان او اضطراب سره مخ دي او خپل رواني حالت یې «خراب» یا «ډېر خراب» بللی دی.
