ذکیې خدادادي د پاریس د پاراتکواندو په سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

په فرانسه کې مېشته افغانې ورزشکارې ذکیې خدادادي د «پاریس ۲۰۲۶ پاراتکواندو ګرانډ پری» په سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه.

دغه سیالۍ د جمعې په ورځ (د میزان ۱۷مه) د فرانسې په «لووالوا پرې» ښار کې ترسره شوې.

۲۸ کلنې ذکیې خدادادي د ښځو په منفي ۴۷ کیلوګرامه وزن کې سیالي وکړه او له دوو بریاوو وروسته پایلوبې ته ورسېده.

ذکیې په پایلوبه کې د مکسیکو سیالې، کلودیا رومېرو ته ماتې وخوړه او د سپینو زرو مډال یې خپل کړ.

خدادادي په انسټاګرام کې په یوه پیغام کې ویلي، چې دې مقام ته پر رسېدو ویاړي.

هغې لیکلي: «پرله‌پسې مډالونه مې زما د مقاومت، مبارزې او نه تسلیمېدو نښه ده.»

ذکیې زیاته کړې، چې هغه یوازې د ځان لپاره مبارزه نه کوي، بلکې د هغو زرګونو افغان ښځو غږ هم دی چې له ټولو محدودیتونو سره سره لا هم خوبونه لري او د ازادۍ او برابرۍ لپاره مبارزه کوي.

هغې تېره میاشت د پاراتکواندو په نړیوالو «ګرانډ پری» سیالیو کې د برونزو مډال ګټلی و.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبان ښځو ته د ورزش اجازه نه ورکوي، هغه ښځینه ورزشکارانې چې کډوالې شوې دي، په نړیوالو ډګرونو کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري او خپل مډالونه تل د افغانستان ښځو ته ډالۍ کوي.

ذکیه خدادادي له دغو ځوانو ښځینه ورزشکارانو څخه ده. هغې په پاراتکواندو کې په تېرو دریو کلونو کې دوه ځله د اروپا اتلولي ګټلې او د پاریس ۲۰۲۴ پارالمپیک سیالیو کې یې د افغانستان د لومړۍ ښځینه ورزشکارې په توګه مډال ترلاسه کړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته