ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې په افغانستان کې ۱۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، په دې موده کې د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو ۴۵۸۲ پېښې هم تایید شوې دي، چې پکې بشري مرستو ته د ماشومانو د لاسرسي مخنیوی، په وسلهوالو ډلو کې د ماشومانو جذب او له زدهکړو محرومېدل شامل دي.
ملګرو ملتونو د ناامنۍ، بېوزلۍ، بېځایه کېدو، له جګړو پاتې چاودېدونکو توکو او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د ماشومانو د وضعیت د خرابېدو مهم لاملونه بللي دي.
راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه په افغانستان کې ۲۳.۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لرله، چې ۱۱.۷ میلیونه یې ماشومان وو.
