ټرمپ: د ندال حسن اعدام به په ژوندۍ بڼه خپرېږي، څو نورو ته عبرت شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د دغه هېواد د پوځ د پخواني غړي ندال حسن د اعدام بهیر به په ژوندۍ بڼه خپور شي، څو نورو ته عبرت شي.

ټرمپ د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) په نیویارک کې د یوې انتخاباتي غونډې پر مهال وویل چې ټاکل شوې ندال حسن د ډزو د ډلې له لارې اعدام شي.

د امریکا ولسمشر ندال حسن «بشپړ لېونی» وباله او ویې ویل چې هغه ۱۳ یا ۱۴ کسان وژلي او شاوخوا ۲۰ نور یې سخت ټپیان کړي دي.

ټرمپ زیاته کړه چې حسن «په بشپړه توګه لېونی» دی او په رښتیا هم د ډزو د ډلې له لارې د اعدام مستحق دی.

ټرمپ وویل، ورته مهمه نه ده چې دغه محکوم کس څنګه مري؛ یوازې دا ورته مهمه ده چې د هغه کار پای ته ورسېږي.

نوموړي د حسن د اعدام د بهیر د ژوندۍ خپرونې په اړه خبریالانو ته وویل: «هغوی غواړي دا کار وکړي، ځکه غواړي نورو ته عبرت شي. زه د دوی پرېکړه درک کوم.»

۵۶ کلن ندال حسن د امریکا د ویرجینیا ایالت په یوه فلسطیني کډواله کورنۍ کې زېږېدلی دی. هغه د امریکا په پوځ کې تر ۱۲ کلونو خدمت وروسته، چې د «رواني ډاکټر» په توګه یې دنده ترسره کوله، د ۲۰۰۹ کال د نومبر په پنځمه د ټکساس ایالت په فورټ هوډ پوځي اډه کې د «الله اکبر» په چیغه ډزې وکړې.

حسن ویلي وو چې دغه برید یې په اسلامي نړۍ کې د امریکا د جګړو د غچ اخیستو لپاره کړی دی. په دې برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او ۳۲ نور ټپیان شول.

حسن په ۲۰۱۳ کال کې پر اعدام محکوم شو. د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ وړاندیز کړی او ډونالډ ټرمپ هم تایید کړې چې حسن دې د ډزو د ډلې له لارې اعدام شي. هېګسېټ په دې وروستیو کې وړاندیز کړی چې د حسن د اعدام بهیر دې په ژوندۍ بڼه خپور شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته