د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونه وايي، د کندهار په شوراندام صنعتي پارک کې د سیمنټو سترې تولیدي فابریکې د خپل لومړي فاز په فعالېدو سره د تولید بهیر پیل کړی دی.
د یادې خونې د معلوماتو له مخې، پر دې فابریکه شاوخوا ۱۱۳ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه شوې او پروژه په درېیو فازونو کې جوړېږي. د لومړي فاز په فعالېدو سره دا مهال فابریکه هره ورځ ۱۵۰۰ مټریک ټنه سیمنټ تولیدوي او شاوخوا ۵۰۰ کسان پکې پر کار بوخت دي.
سرچینه زیاتوي، د ټولو فازونو تر بشپړېدو او فعالېدو وروسته به د فابریکې د سیمنټو ورځنی تولید شاوخوا ۵۰۰۰ مټریک ټنو ته ورسېږي او زرګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.
د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونې په وینا، د دې فابریکې فعالیت به د کورني تولید په پیاوړتیا، د سیمنټو د وارداتو په کمولو، د هېواد د داخلي اړتیاوو په پوره کولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
د کندهار د سیمنټو فابریکې لومړني تولیدات پیل کړل
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
