د امارات لویه څارنوالۍ: د فلای‌ډبي مرستیال پیلوټ غوښتل د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو په څېر ځانمرګی برید وکړي

photo: Emirates News Agency / WAM

د متحده عربي اماراتو لویې څارنوالۍ اعلان کړی چې د فلای‌ډبي د مرستیال پیلوټ موخه دا وه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه په الهام اخیستو، الوتکه د تل‌ابیب په بن‌ګوریون هوايي ډګر کې ور وولي.

د متحده عربي اماراتو لوی څارنوال حمد سیف شامسي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) وویل چې د لومړنیو څېړنو پایلې ښيي، شکمن کس د «مخکې له مخکې طرحه شوي ترهګریز پلان» له مخې عمل کړی دی.

د اماراتو د لویې څارنوالۍ په اعلامیه کې راغلي چې شکمن کس غوښتل د الوتکې کنټرول په خپل لاس کې واخلي او په یوه ځانمرګي برید کې یې د تل‌ابیب د بن‌ګوریون هوايي ډګر د مسافرو پر ترمینل ور وجنګوي.

څېړنو ښودلې چې شکمن کس تر دې مخکې دوه ځله په الوتکه کې تل‌ابیب ته سفر کړی و، څو د الوتنې له مسیر او هوايي ډګر سره بلد شي. نوموړي بیا د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۳۰مه، تل‌ابیب ته د خپل درېیم سفر پر مهال د خپل پلان د عملي کولو هڅه کړې ده.

حمد سیف شامسي ویلي چې پلټونکو د دغه ۲۹ کلن شکمن کس عقیدوي او مسلکي مخینه څېړلې ده. هغه د تورن نوم نه دی یاد کړی، خو په ځینو راپورونو کې نوموړی د عمان تبعه «همام حمامي» بلل شوی دی.

د څېړنو موندنې ښيي چې د شکمن کس د «افراطیت او ترهګرۍ» پر لور د تمایل نښې لومړی ځل په ۲۰۱۷ کال کې، په استرالیا کې د زده‌کړو پر مهال څرګندې شوې وې.

د اماراتو لویه څارنوالۍ وايي، تورن په هغه وخت کې د «تکفیري» ایډیالوژۍ تر اغېز لاندې راغلی و او د افراطي لیکنو لوستلو او په انلاین فضا کې د هغو مطالبو تعقیبولو ته یې مخه کړې وه چې د ترهګرو ډلو او ځانمرګو بریدونو ستاینه یې کوله.

د څارنوالۍ په وینا، د دغو افکارو اغېز په تدریجي ډول د تاوتریخوالي او ترهګرۍ د هڅوونکو نظریاتو د منلو لامل شوی و.

شامسي ویلي چې شکمن کس د القاعدې له لوري په ۲۰۰۱ کال کې د نیویارک د سوداګرۍ پر نړیوالو برجونو او پنټاګون د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو هم الهام اخیستی و او په ذهن کې یې د الوتکې په وسیله د ورته برید د ترسره کولو فکر ځای نیولی و.

شامسي زیاته کړې چې «د تورن د اعترافونو له مخې»، هغه د همدې ډول برید د ترسره کولو لپاره د هوايي چلند مسلک غوره کړی و.

شکمن کس تر دې مخکې د عمان له هوايي شرکت «عمان ایر» او د مراکش له شاهي هوايي شرکت سره هم کار کړی و.

هغه اعتراف کړی چې په استرالیا کې د مېلبورن د زده‌کړو پر مهال به یې په منظم ډول په یوه جومات کې لمونځ کاوه چې د مېلبورن د شاهي ټکنالوژۍ له انستیتیوت سره تړاو درلود. نوموړی د همدې تګ راتګ له لارې له هغو کسانو سره بلد شوی و چې له یوه «مای سنټر» په نوم مرکز سره یې اړیکې لرلې.

شکمن کس ویلي چې دغه مرکز د «ابوحمزه» په نوم یوه لبناني سړي اداره کاوه او ویل کېږي چې د اخوان‌المسلمین له یوې اړوندې ټولنې څخه یې ملاتړ ترلاسه کاوه.

هغه همداراز ویلي چې د ترهګرۍ د هڅوونکو مطالبو په لا ډېر لوستلو او د یوه شخصي روزونکي تر څارنې لاندې د سوک‌وهنې په تمرینونو سره یې ځان له رواني او جسمي پلوه د دغه پلان د عملي کولو لپاره چمتو کړی و.

د پېښې په ورځ، شکمن کس ظاهراً د الوتکې پیلوټ په کابین کې ناڅاپه غافلګیر کړی او په بېړنۍ تبرچه یې پرې برید کړی و. کپتان د برید پر وړاندې مقاومت کړی او هڅه یې کړې وه چې د مرستې غوښتنه وکړي.

د متحده عربي اماراتو لویې څارنوالۍ ویلي: «هغه پیلوټ چې د بېرته ستنېدونکې الوتنې لپاره ټاکل شوی و، هم په الوتکه کې موجود و او د برید پر مهال په اتفاقي ډول د پیلوټانو کابین ته نږدې و. هغه ولیدل چې د کابین دروازه په غیرعادي ډول څو ځله پرانیستل کېږي او تړل کېږي، چې دې کار یې شک راوپاراوه.

«نوموړی کابین ته نږدې شو او هڅه یې وکړه چې د لاسرسي د کوډ په کارولو سره دننه ننوځي. کله چې ورننوت، ویې لیدل چې شکمن کس پر پیلوټ برید کوي. هغه سمدستي د الوتکې د یوه کارکوونکي او څو مسافرو په مرسته مداخله وکړه. دوی په ګډه ټپي پیلوټ وژغوره او شکمن کس یې مهار کړ.

«په همدې وخت کې، د بېرته ستنېدونکې الوتنې پیلوټ او مرستیال پیلوټ یې د الوتکې کنټرول په لاس کې واخیست، د الوتنې مسیر یې بدل کړ او الوتکه یې د سعودي عربستان په تبوک هوايي ډګر کې په خوندي ډول کېنوله.»

د عدلي طب راپور تایید کړې چې پر پیلوټ وارد شوي ټپونه د هغه د سر په برخه کې وو؛ دا د بدن یوه حیاتي برخه ده چې د مرګوني ټپونو پر وړاندې زیان‌منونکې ده.

حمد سیف شامسي ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې لا هم روانې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته