اروپايي ټولنې ډنمارکی دیپلومات توماس فرلسن د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.
فرلسن تېره شپه (جمعه، د تلې ۱۷مه) پر اېکس په یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې د افغانستان په چارو کې یې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه خپله دنده پیل کړې ده.
هغه زیاته کړې: «د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، به د اروپايي ټولنې د تعاملاتو په مرکز کې پاتې شي. لېواله یم چې په سیمه او له هغې بهر له خپلو شریکانو سره همکاري وکړم.»
توماس فرلسن د فرانسوي ډیپلومات ژیل برتران ځایناستی شوی، چې د تلې میاشتې په وروستیو کې یې د افغانستان په اړه خپل ماموریت پای ته ورساوه.
فرلسن تر دې مخکې د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام په خدمت کې کار کړی او په مسکو کې یې د اروپايي کمېسیون د استازولۍ د سیاسي برخې د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
