د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۳۲ میلیونه، ۲۱۷ زره او ۶۰۰ افغانیو په لګښت د کانالونو د پاکولو یوه پروژه بشپړه شوې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د دې پروژې چارې د ډنډ او سپین بولدک ولسوالیو کې ترسره شوې دي، چې په ترڅ کې یې د ۶۴،۵ کیلومتره کانالونو پاکول شامل وو.
سرچینه زیاتوي، د پروژې د پلي کېدو پر مهال د شپږو میاشتو لپاره ۸۳۹ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، څو د کانالونو د پاکولو ترڅنګ د سیمې اوسېدونکو ته د عاید ترلاسه کولو فرصت هم برابر شي.
د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په وینا، دغه پروژه د سېلابي اوبو د ذخیره کولو او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ پلې شوې ده.
د کانالونو پاکول د اوبو د تېرېدو د لارې په خلاص ساتلو کې مرسته کوي او د سېلابي اوبو د مدیریت لپاره زمینه برابروي.
په کندهار کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کانالونو د پاکولو پروژه بشپړه شوه
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
