د فلسطین ولسمشر محمود عباس نن (شنبه، د میزان ۱۸مه) د یوه فرمان په صادرولو سره اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې به دواړه د ۲۰۲۷ کال د سپټمبر په ۱۱مه ترسره شي.
د فلسطین د رسمي رسنیو د راپور له مخې، دې پرېکړې د پارلماني ټاکنو نېټه، چې مخکې ټاکل شوې وه، وځنډوله.
د محمود عباس دفتر په هغه اعلامیه کې چې د وفا خبري اژانس خپره کړې، ویلي: «عباس د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ فرمان صادر کړ، چې له مخې به یې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې د ۲۰۲۷ کال د سپټمبر په ۱۱مه په هممهاله توګه ترسره شي.»
ټاکل شوې وه، چې پارلماني ټاکنې، چې نړیوالې ټولنې یې پر ترسره کېدو ټینګار کړی، د روان کال د نومبر په ۲۸مه وشي؛ او تمه کېده چې ولسمشریزې ټاکنې به د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې ترسره شي.
۹۰ کلن محمود عباس له دوو لسیزو ډېر وخت په واک کې پاتې شوی او څو ځله یې د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو ژمنې کړې دي، خو دغه ټاکنې تر اوسه نه دي شوې.
د فلسطین قلمرو اوس له دوو جلا سیمو، یعنې لوېدیځې غاړې او د غزې تړانګې، جوړ دی. د تېرو دریو کلونو په جګړه کې غزه په کنډوالو بدله شوې ده.
د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین خپلواکه اداره د لوېدیځې غاړې پر ځینو محدودو برخو واک لري او غزه له ۲۰۰۷ کال راهیسې د حماس تر کنټرول لاندې ده.
