پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي

Photo: @ZelenskyyUa

د اوکراین چارواکو ویلي، چې د روسیې په بریدونو کې د زاپوریژیا په ښار کې لږ تر لږه ۱۱ کسان، د درېیو ماشومانو په ګډون، وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکراین ملي پولیسو ویلي، چې روسیې نن سهار (شنبه، د میزان ۱۸مه) د «پنځو هدایت‌کېدونکو هوايي بمونو» په کارولو سره د دغه ښار استوګنې سیمې په نښه کړې او دوه استوګنیزې ودانۍ یې ویشتلې دي.

دغه بریدونه په میامي کې د اوکرایني او اروپايي چارواکو تر لیدنې یوه ورځ وروسته شوي دي. دا لیدنه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نویو ډیپلوماټیکو هڅو په لړ کې ترسره شوې وه.

د زاپوریژیا د سیمه‌ییزې پوځي ادارې مشر میخایلو سمیکین ویلي: «پر زاپوریژیا د هوايي بریدونو د مرګ‌ژوبلې شمېر لا هم لوړېږي. تر اوسه ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي، چې درې یې ماشومان دي.»

هغه ویلي، چې د ژغورنې ډلې لا هم د هغو کسانو لټون کوي چې تر خاورو او ودانیو لاندې بند پاتې دي.

د فرانسې خبري اژانس خبریال په سیمه کې لیدلي، چې د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ځواکونو کسان له خاورو او کنډوالو راایستل.

یو رضاکار ژغورونکي دانییل پیشکین فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «تر کنډوالو لاندې مو کسان ولیدل؛ یوه ښځه، مېړه یې او یو ماشوم.»

هغه زیاته کړې، چې دوه کسان یې له کنډوالو ژوندي راایستل، خو «له بده مرغه یوه کوچنۍ نجلۍ مړه شوې وه».

۶۹ کلنې ایرینا، چې په نښه شویو ودانیو کې اوسېده، ویلي، د هوايي برید د خبرداري له ترلاسه کولو وروسته یې یوازې دومره وخت وموند، چې تشناب ته پناه یوسي.

هغې ویلي، دوه ګاونډیانې یې وژل شوې دي.

ایرینا فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «هغوی ۷۵ کلن وو. بهر، سړک ته وغورځول شول. روغتون ته ونه رسېدل.»

د زاپوریژیا سیمه، چې د جګړې له لومړۍ کرښې څو لس کیلومتره لرې ده، او د همدې نوم مرکز یې څو ځله د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

روسیې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین پر خاوره خپل بریدونه زیات کړي، چې له امله یې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شوی دی.

د روسیې پر اوکراین تر یرغل څه باندې څلور کاله وروسته، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په منځګړیتوب ډیپلوماټیکو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته