ملګري ملتونه: د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو ګومارنه ۸۱ سلنه زیاته شوې

ملګرو ملتونو د «افغانستان په وسله‌والو شخړو کې ماشومان» تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو ګومارنه او ترې استفاده ۸۱ سلنه زیاته شوې ده.

د دغه راپور له مخې، چې تازه خپور شوی، د ۲۰۲۳ کال له پیله د ۲۰۲۵ کال تر پایه د طالبانو په لیکو کې د ۵۵۷ هلکانو ګومارنه تایید شوې ده. د دغو ماشومانو ځینې یې یوازې ۱۲ کلن وو.

په راپور کې راغلي، چې له دغو ماشومانو څخه ۳۴۱ تنه په ملاتړ کوونکو دندو او ۲۱۶ نور هم په ملاتړ کوونکو او هم په جنګي دندو کې کارول شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې له دې ډلې ۳۴۲ ماشومان په ۲۰۲۳ کال، ۱۱ په ۲۰۲۴ کال او ۲۰۴ نور په ۲۰۲۵ کال کې ګومارل شوي دي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د اقتصادي بحران د دوام له امله بېوزلي لا هم د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو د جذب او ګومارنې له مهمو عواملو څخه ده.

د ماشومانو د حقونو جدي سرغړونې

ملګرو ملتونو ویلي، چې د راپور تر پوښښ لاندې موده کې یې په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو ټولټال ۴ زره او ۵۸۲ پېښې ثبت کړې دي.

د راپور له مخې، دغه سرغړونې د ۱۹۹۳ ماشومانو پر وړاندې شوې دي، چې په هغوی کې یو زر او ۶۵۸ هلکان، ۳۲۴ نجونې او ۱۱ ماشومان شامل دي چې جنسیت یې نه دی مشخص شوی. د دغو ماشومانو عمرونه له څو میاشتو نیولې تر ۱۷ کلونو پورې وو.

ملګرو ملتونو لیکلي، چې د دغو سرغړونو شمېر د تېرو درېیو کلونو په پرتله ۳۸ سلنه کم شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې د راپور تر پوښښ لاندې موده کې د ماشومانو د حقونو تر ټولو عامه سرغړونه بشري مرستو ته د لاسرسي مخنیوی و. د دې سرغړونې پېښې د تېرو درېیو کلونو په پرتله ۱۸۹ سلنه زیاتې شوې او له ۷۷۵ پېښو څخه ۲ زره او ۲۴۱ پېښو ته رسېدلې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو د ډېری پېښو، یعنې ۳ زره او ۱۸۰ پېښو، عامل طالبان وو.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو د ۱۲۰۲ پېښو عاملان «ناپېژانده» وو، د داعش خراسان څانګه د ۳۰ پېښو، د «افغانستان د ملي مقاومت جبهه» د اوو پېښو او د «افغانستان د ازادۍ جبهه» د یوې پېښې عاملې بلل شوې ده. همداراز، ۱۶۲ پېښې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو ته منسوبې شوې دي.

ملګرو ملتونو لیکلي، چې ۱۰ ماشومان د خپلو حقونو د څو جدي سرغړونو قرباني شوي دي. په دې پېښو کې د تښتونې او جنسي تاوتریخوالي څلور، د جنسي تاوتریخوالي او معلولیت درې، د جنسي تاوتریخوالي او وژل کېدو دوه او د تښتونې او وژل کېدو یوه پېښه شامله ده.

د ماشومانو وژل کېدل او معلولېدل

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې یو زر او ۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا معلول شوي دي، چې له دې ډلې ۴۴۶ وژل شوي او ۹۶۹ معلول شوي دي.

د راپور له مخې، په وژل شویو او معلولو ماشومانو کې یو زر او ۹۴ هلکان، ۳۱۰ نجونې او ۱۱ ماشومان شامل دي چې جنسیت یې نه دی مشخص شوی.

له دې ډلې په ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې ۴۸۲، په ۲۰۲۴ کال کې ۵۴۳ او په ۲۰۲۵ کال کې ۳۹۰ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه راپور له مخې، د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې یو زر او ۱۶۵ پېښې «ناپېژانده عاملانو»، ۵۴ پېښې طالبانو، ۳۰ پېښې د داعش خراسان څانګې، اووه پېښې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» او ۱۵۹ پېښې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو ته منسوبې شوې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې ډېری پېښې د ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله رامنځته شوې دي، چې د ماشومانو د ټولې مرګ‌ژوبلې ۸۰ سلنه جوړوي.

د ناچاودو مهماتو له چاودنو وروسته، له پولې هاخوا ډزې او د پاکستان هوايي بریدونه هم د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې له مهمو لاملونو څخه دي. پر ماشومانو د ډزو، فزیکي بریدونو، د قوماندې له لارې د فعالېدونکو لاسي جوړو چاودېدونکو توکو د چاودنو او لاسي بمونو چاودنې هم د مرګ‌ژوبلې نور لاملونه بلل شوي دي.

پر ماشومانو جنسي تېری او جنسي تاوتریخوالی

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د اتو هلکانو او ۱۶ نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي او د هغه د نورو ډولونو ۲۴ پېښې هم ثبت کړې دي.

له دې ډلې ۱۲ پېښې په ۲۰۲۳ کال، شپږ په ۲۰۲۴ کال او شپږ نورې په ۲۰۲۵ کال کې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ثبت شویو پېښو کې د جنسي تېري ۱۴، د جبري ودونو اووه، د جنسي تېري د هڅې دوه او د جنسي ځورونې یوه پېښه شامله ده.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې طالبان د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او جنسي تاوتریخوالي د ۲۱ پېښو عاملان وو او درې نورې پېښې ناپېژانده عاملانو ته منسوبې شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي او تېري په ۱۰ پېښو کې عاملان نیول شوي، په ۱۳ پېښو کې تښتېدلي وو او په یوه بله پېښه کې د تاوتریخوالي عامل وژل شوی و.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي کچه د بېلابېلو عواملو له امله تر واقعي کچې ډېره کمه راپور کېږي. په دغو عواملو کې له ټولنیز پېغور او بدنامۍ وېره، د کورنۍ له خوا رد کېدل، د عاملانو یا د هغوی د کورنیو له لوري غچ اخیستونکي بریدونه، د قانون د حاکمیت کمزورتیا، د سزا نه ورکولو تصور، د طالبانو د چارواکو له لوري د ډېرو قضیو دودیزو شخړو حل‌وفصل مېکانیزمونو ته راجع کول، د قربانیانو لپاره د ملاتړیزو خدمتونو نشتوالی او امنیتي اندېښنې شامل دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دغه عوامل د دې لامل کېږي، چې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ډېرې پېښې راپور نه شي او د دې پدیدې اصلي کچه په سمه توګه معلومه نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي راپور کې هم د طالبانو له لوري د ماشومانو د ګومارنې دوام او پر هغوی جنسي تاوتریخوالی، چې جنسي غلامي هم پکې شامله ده، تایید کړی دی.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو او امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نویو راپورونو په اړه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې مخکې یې د ماشومانو ګومارنه رد کړې او ویلي یې دي، چې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي له عاملانو سره هم چلند کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته