د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، په عمان خلیج کې یې پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید کړی چې د دوی په وینا، غوښتل یې د ایران سمندري محاصره ماته کړي.
سنتکام نن (یکشنبه، د تلې ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه بېړۍ چې د پاناما بیرغ یې لېږداوه، د «اوشن مولیکا» یا «اریکا سن» په نوم یادېږي.
د سنتکام د اعلامیې له مخې، بېړۍ وروسته له هغې پرون په نښه شوه چې پرلهپسې خبرداریو ته یې پام ونه کړ او د سمندري محاصرې د ماتولو هڅه یې وکړه. د امریکا پوځ وايي، په برید کې د بېړۍ د حرکت سیستم په بشپړ ډول ویجاړ شوی، خو د عملې غړو ته زیان نه دی رسېدلی.
سنتکام ادعا کړې چې په تېرو درېیو میاشتو کې، د ایران پر وړاندې د امریکا د سمندري محاصرې د دویم پړاو له پیل راهیسې یې ۱۳۵ بېړۍ اړ کړې چې خپله لاره بدله کړي، ۱۰ بېړۍ یې ویجاړې کړې او څلور نورې یې له کاره غورځولې دي.
بل لور ته، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، پرون یې په عمان خلیج کې د یوې بېړۍ د نامعلوم توغندي په وسیله د لګېدو راپور ترلاسه کړی و.
دې ادارې په یوه جلا راپور کې ویلي، پرون د هرمز تنګي په سیمه کې هم پر یوې بلې بېړۍ برید شوی دی. د ادارې په وینا، یو نفتوړونکی ټانکر د هرمز تنګي د پرېښودو پر مهال د نامعلوم توغندي له لګېدو سره مخ شوی او اور یې اخیستی، خو د عملې غړو ته یې زیان نه دی رسېدلی.
