د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې یو ځوان له خپل د تره له زوی سره تر لفظي شخړې وروسته په چاقو وهل شوی او وژل شوی دی.
په خوست کې یوې باوري سرچینې ویلي چې دغه ۲۸ کلن ځوان عبدالرحمان نومېده او د فارمسي پوهنځي فارغ و.
د سرچینې په وینا، عبدالرحمان تېره ورځ ناوخته (یکشنبه، د عقرب ۱۰مه) د ګربزو ولسوالۍ په صحرا اکا کلي کې د کورنیو ستونزو له امله له خپل د تره له زوی سره لفظي شخړه کړې وه او وروسته په چاقو وهل شوی او وژل شوی دی.
په خوست کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
وژنې د هغو جرمونو لویه برخه جوړوي چې هره ورځ له ولایتونو راپور ورکول کېږي.
