په داسې حال کې چې د افغانستان خبریالان د طالبانو له ځپنې او ګواښونو سره مخ دي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا فاطمه د ښځینه او نارینه خبریالانو د خوندیتوب او امنیت غوښتنه کړې ده.
هغې نن (دوشنبه، د عقرب ۱۱مه) د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د بېسزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې د خبرو اترو په پیاوړتیا، د سولې په ټینګښت او د ښې حکومتولۍ په پیاوړتیا کې د خبریالانو کار اساسي رول لري.
رزا فاطمه زیاته کړې: «د هغو ښځو او نارینهوو خوندیتوب او امنیت چې خپل ژوند یې د حقیقت موندلو ته وقف کړی، باید زموږ ټولو لپاره په افغانستان او ټوله نړۍ کې اساسي لومړیتوب وي.»
افغانستان په تېرو کلونو کې د خبریالانو لپاره د نړۍ له مرګونو هېوادونو څخه ګڼل کېده. که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خبریالانو وژنې کمې شوې دي، خو دې ډلې د خبریالانو پر فعالیتونو او کار سخت محدودیتونه او سانسور لګولي دي.
طالبان خپلواک او منتقد خبریالان د دې ډلې پر ضد په فعالیت تورنوي او نیسي یې.
د بېپولې خبریالانو سازمان د طالبانو مشر ملا هبتالله د «رسنیو د ازادۍ د دښمنانو» په نوملړ کې شامل کړی دی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان نږدې نیمايي خپلواکې رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له هېواده وتلي دي.
اوس مهال د طالبانو تر واک لاندې فعالې رسنۍ یوازې د دې ډلې فعالیتونه تر پوښښ لاندې راولي.
