د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف ویلي، چې متحده ایالات به راتلونکې اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د کاري خبرو کوربه وي.
ویتکاف نن (سېشنبه، د عقرب ۱۲مه) په یوه پیغام کې ویلي، چې دا غونډه به د راتلونکې اوونۍ د سېشنبې او چهارشنبې په ورځو (د عقرب ۱۹مه او ۲۰مه) د امریکا په منځګړیتوب په ابوظبي کې ترسره شي.
د دې ګډې غونډې موخه د جګړې د پای ته رسولو، د کړکېچ د کمولو او د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره د لارو چارو ارزول بلل شوي دي.
ویتکاف ویلي، چې خبرې به پر «له جګړې وروسته امنیتي ترتیباتو، د کړکېچ پر کمولو، بشري اقداماتو او سولې ته د رسېدو پر راتلونکو ګامونو» متمرکزې وي.
هغه زیاته کړې، چې امریکايي مذاکرهکوونکي به همدا اوونۍ په بروکسل کې د فرانسې، جرمني، بریتانیا، اروپايي ټولنې او ناټو له استازو سره وګوري، څو د اوکراین د امنیتي تضمینونو، له جګړې وروسته د اروپا د امنیتي جوړښت او د اوکراین د بیارغونې لپاره د اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
د ویتکاف په وینا، واشنګټن هیله لري چې په کییف، اوسلو او سنپترزبورګ کې له ترلاسه شویو پرمختګونو ګټه واخلي او یوې «هراړخیزې او دوامدارې هوکړې» ته ورسېږي، چې د راتلونکو نسلونو امنیت تضمین کړي.
رویټرز پرون راپور ورکړی و، چې ویتکاف او د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر به په ابوظبي کې په خبرو کې د امریکا استازیتوب وکړي. د دغه راپور له مخې، ولادیمیر پوتین هم په سنپترزبورګ کې له ویتکاف سره تر لیدنې وروسته د خبرو د نوي پړاو له ترسره کېدو سره موافقه کړې ده.
خو د مسکو او کییف ترمنځ اساسي اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.
روسیه د ځمکنۍ امتیازونو غوښتنه کوي، په ځانګړي ډول غواړي چې د «دونباس» سیمه په بشپړه توګه ور وسپارل شي او له هر اړخیزې هوکړې مخکې له اوربند سره مخالفت کوي. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، مسکو له داسې اوربند سره موافق نه دی چې اوکراین ته د خپلو ځواکونو د بیا منظمولو فرصت ورکړي او روسیه به خپل پوځي عملیات ونه دروي.
د جګړې په ډګر کې هم بریدونه دوام لري. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي پرون خبرداری ورکړی، چې روسیه د اوکراین پر انرژۍ او ترانسپورټي زیربناوو د پراخو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.
له ډیپلوماټیکو هڅو سره سره، د سیمو، امنیتي تضمینونو او اوربند په اړه اختلافونو د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کېدو څرنګوالی لا هم نامعلوم کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې ادعا کوي د جګړو په پای ته رسولو کې ځانګړی مهارت لري، په ۲۰۲۴ کال کې د خپلې ټاکنیزې مبارزې پر مهال ویلي وو، چې که بریالی شي، د اوکراین جګړه به په ۲۴ ساعتونو کې پای ته ورسوي. خو سپینې ماڼۍ ته د هغه له بېرته ستنېدو نږدې دوه کاله تېرېدو سره سره، لا هم د دې جګړې برخلیک نامعلوم دی.
