بریتانیا د دایمي استوګنې لپاره نوي او سخت شرایط اعلان کړل

د بریتانیا حکومت د کډوالۍ د نویو مقرراتو په معرفي کولو سره، د پناه غوښتونکو لپاره د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو موده د هېواد ته د هغوی د ننوتلو د څرنګوالي او اقتصادي او ټولنیز مشارکت له مخې بدله کړې او د پخوا په پرتله یې سخته کړې ده.

د دغو مقرراتو له مخې، چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود پرون (دوشنبه، د عقرب ۱۱مه) په پارلمان کې اعلان کړل، ځینې پناه غوښتونکي به په درېیو کلونو کې د دایمي استوګنې وړ شي، خو ځینې نور به د دې حق ترلاسه کولو لپاره تر ۳۰ کلونو پورې انتظار باسي.

مېرمن محمود وویل، دغه اصلاحات د «مشارکت پر بنسټ د استوګنې» تر سرلیک لاندې وړاندې شوي او له دې وروسته به په بریتانیا کې د پنځو کلونو له تېرېدو سره سم په اتومات ډول دایمي استوګنه نه ورکول کېږي.

هغې زیاته کړه: «له نن څخه دایمي استوګنه باید ترلاسه شي؛ هغه کسان چې ډېر مشارکت کوي، ژر به د استوګنې حق ترلاسه کړي او هغه کسان چې قوانین نه مراعتوي، غوښتنلیکونه به یې رد شي یا به ډېر اوږد انتظار ته اړ شي.»

د نوې ډلبندۍ له مخې، هغه پناه غوښتونکي چې د کورنیو چارو وزارت له خوا د تایید شویو او خوندي لارو بریتانیا ته داخل شوي وي، تر پنځو کلونو وروسته د دایمي استوګنې غوښتنه کولای شي.

نور پناه غوښتونکي باید ۲۰ کاله انتظار وکړي؛ خو دا موده د هغو کسانو لپاره ۱۰ کلونو ته راکمېږي چې په بریتانیا کې کار یا زده‌کړې کوي.

هغه کسان چې د ناقانونه لارو یا پټو لارو چارو له لارې په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته داخل شوي وي، د انتظار مودې ته به یې ۱۰ کاله نور هم ورزیات شي او ښايي د دایمي استوګنې لپاره تر ۳۰ کلونو پورې انتظار وکړي.

د کاري کډوالۍ په برخه کې، هغه کسان چې کلنی عاید یې له ۱۲۵ زره پونډو ډېر وي، کولای شي تر درېیو کلونو وروسته د دایمي استوګنې حق ترلاسه کړي.

ډاکټران، نرسان، ښوونکي او هغه کډوال چې عاید یې له ۵۰ زره او ۲۷۱ پونډو ډېر وي، لا هم د پنځه کلنې مودې تابع دي.

د نوې تګلارې له مخې، د نورو کډوالو لپاره د انتظار موده له پنځو کلونو څخه ۱۰ کلونو ته لوړېږي. هغه کسان چې د کډوالۍ قوانین یې نقض کړي وي، لږ تر لږه باید ۲۰ کاله انتظار وکړي.

د دایمي استوګنې غوښتونکي باید جرمي سابقه او له حکومت سره پور هم ونه لري، پر انګلیسي ژبه پوره برلاسي وي او په دوامداره توګه یې د ملي بیمې ونډه ورکړې وي. دغه شرایط د پخوانۍ تګلارې په پرتله سخت دي؛ ځکه مخکې له دې، د ۱۲ میاشتو تعلیقي بند حکم د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو خنډ نه کېده.

د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهام د دې طرحې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د کډوالۍ نظام باید پر کنټرول، مشارکت او هغو کسانو ته د امتیاز ورکولو ولاړ وي چې قوانین مراعتوي.

هغه پخوانی حکومت تورن کړی چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا تر وتلو وروسته یې د کډوالۍ کنټرول له لاسه ورکړی و.

د بریتانیا حکومت اټکل کړی چې د دغو اصلاحاتو له امله به تر ۵۰۰ زره ډېر کډوال د دایمي استوګنې لپاره له پنځو کلونو زیات انتظار وکړي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کسان چې د دې طرحې تر پلي کېدو مخکې یې دایمي استوګنه ترلاسه کړې وي، خپل اوسنی وضعیت به وساتي او هېڅوک به یوازې د دغو بدلونونو له امله له بریتانیا څخه وتلو ته اړ نه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته