د بریتانیا حکومت د کډوالۍ د نویو مقرراتو په معرفي کولو سره، د پناه غوښتونکو لپاره د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو موده د هېواد ته د هغوی د ننوتلو د څرنګوالي او اقتصادي او ټولنیز مشارکت له مخې بدله کړې او د پخوا په پرتله یې سخته کړې ده.
د دغو مقرراتو له مخې، چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود پرون (دوشنبه، د عقرب ۱۱مه) په پارلمان کې اعلان کړل، ځینې پناه غوښتونکي به تر درېیو کلونو وروسته د دایمي استوګنې وړ شي، خو ځینې نور به د دې حق ترلاسه کولو لپاره تر ۳۰ کلونو پورې انتظار باسي.
مېرمن محمود وویل، دغه اصلاحات د «مشارکت پر بنسټ د استوګنې» تر سرلیک لاندې وړاندې شوي او له دې وروسته به په بریتانیا کې د پنځو کلونو له تېرېدو سره سم په اتومات ډول دایمي استوګنه نه ورکول کېږي.
هغې زیاته کړه: «له نن څخه دایمي استوګنه باید ترلاسه شي؛ هغه کسان چې ډېر مشارکت کوي، ژر به د استوګنې حق ترلاسه کړي او هغه کسان چې قوانین نه مراعتوي، غوښتنلیکونه به یې رد شي یا به ډېر اوږد انتظار ته اړ شي.»
د نوې ډلبندۍ له مخې، هغه پناه غوښتونکي چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا د تایید شویو او خوندي لارو دغه هېواد ته داخل شوي وي، تر پنځو کلونو وروسته د دایمي استوګنې غوښتنه کولای شي.
نور پناه غوښتونکي باید ۲۰ کاله انتظار وکړي؛ خو دا موده د هغو کسانو لپاره ۱۰ کلونو ته راکمېږي چې په بریتانیا کې کار یا زدهکړې کوي.
هغه کسان چې د ناقانونه لارو یا پټو لارو چارو له لارې په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته داخل شوي وي، د انتظار مودې ته به یې ۱۰ کاله نور هم ورزیات شي او ښايي د دایمي استوګنې لپاره تر ۳۰ کلونو پورې انتظار وکړي.
د کاري کډوالۍ په برخه کې، هغه کسان چې کلنی عاید یې له ۱۲۵ زره پونډو ډېر وي، کولای شي تر درېیو کلونو وروسته د دایمي استوګنې حق ترلاسه کړي.
ډاکټران، نرسان، ښوونکي او هغه کډوال چې عاید یې له ۵۰ زره او ۲۷۱ پونډو ډېر وي، لا هم د پنځه کلنې مودې تابع دي.
د نوې تګلارې له مخې، د نورو کډوالو لپاره د انتظار موده له پنځو کلونو څخه ۱۰ کلونو ته لوړېږي. هغه کسان چې د کډوالۍ قوانین یې نقض کړي وي، لږ تر لږه باید ۲۰ کاله انتظار وکړي.
د دایمي استوګنې غوښتونکي باید جرمي سابقه او له حکومت سره پور هم ونه لري، پر انګلیسي ژبه پوره برلاسي وي او په دوامداره توګه یې د ملي بیمې ونډه ورکړې وي. دغه شرایط د پخوانۍ تګلارې په پرتله سخت دي؛ ځکه مخکې له دې، د ۱۲ میاشتو تعلیقي بند حکم د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو خنډ نه کېده.
د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهام د دې طرحې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د کډوالۍ نظام باید پر کنټرول، مشارکت او هغو کسانو ته د امتیاز ورکولو ولاړ وي چې قوانین مراعتوي.
هغه پخوانی حکومت تورن کړی چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا تر وتلو وروسته یې د کډوالۍ کنټرول له لاسه ورکړی و.
د بریتانیا حکومت اټکل کړی چې د دغو اصلاحاتو له امله به تر ۵۰۰ زره ډېر کډوال د دایمي استوګنې لپاره له پنځو کلونو زیات انتظار وکړي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کسان چې د دې طرحې تر پلي کېدو مخکې یې دایمي استوګنه ترلاسه کړې وي، خپل اوسنی وضعیت به وساتي او هېڅوک به یوازې د دغو بدلونونو له امله له بریتانیا څخه وتلو ته اړ نه شي.
