د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو افغانستان ته د کډوالو د ایستلو د لغوه کولو غوښتنه کړې

د امریکا د کانګرس شپږو غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت له وزارتونو غوښتي، چې افغانستان او ایران ته د کډوالو د ایستلو الوتنې لغوه کړي.

دوی په یوه ګډ لیک کې، چې د دوشنبې په ورځ (د عقرب ۱۱مه) یې لیکلی، خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د وګړو بېرته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو ته لېږل ښايي د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي او د ځورونې، شکنجې او ان د وژل کېدو زمینه ورته برابره کړي.

د امریکا د استازو جرګې غړو سکاټ اېچ پیټرز، جېمي راسکین او خوان وارګاس، او د سنا جرګې غړو جک ریډ، مارک کېلي او اډم بي شیف دغه لیک د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارک‌ین مولین ته استولی دی.

د لیک لاسلیک‌کوونکو افغانستان او ایران ته د څه باندې ۱۵۰ افغان وګړو د احتمالي ایستلو د راپورونو په اړه ویلي، چې په پام کې نیول شویو کسانو کې ښايي د هغو کسانو خپلوان هم وي، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.

دوی دغه اقدام له هغو کسانو سره د امریکا د «ژمنو او اخلاقي مسوولیتونو نقض» بللی، چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو د ملاتړ لپاره د ځان او کورنیو امنیت له خطر سره مخ کړی و.

د لیک لاسلیک‌کوونکو ویلي، افغانستان لا هم د هغو کسانو لپاره «خطرناک» هېواد دی، چې له امریکايي حکومت او پوځي ځواکونو سره یې همکاري کړې او ډېری یې د بېرته ستنېدو په صورت کې د «ځورونې، تعقیب، شکنجې یا مرګ» له ګواښ سره مخ کېدای شي.

دوی په افغانستان کې د ښځو، د طالبانو د سیاسي مخالفانو او د جنسي تنوع لرونکو کسانو وضعیت ته هم اشاره کړې او د هغو ښځو او زیان‌منونکو کسانو په اړه یې اندېښنه ښودلې، چې ښايي د ایستل کېدونکو کسانو په ډله کې وي.

په لیک کې ایران ته د ښځو، عیسویت ته د اوښتو کسانو او د ډیموکراسۍ د فعالانو په ګډون د ایراني وګړو د احتمالي ایستلو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې ده.

د لیک لاسلیک‌کوونکو په ایران کې د پوځي نښتو د دوام او د واکمن نظام د مخالفانو د ځپلو په شرایطو کې دغه هېواد ته د کسانو بېرته لېږل «د نه منلو وړ» بللي دي.

دوی له پاکستاني حکومت څخه هم غوښتي، چې د افغان کډوالو په طالبانو ته سپارلو کې همکاري ونه کړي. د کانګرس غړو په خپل ګډ لیک کې پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې هغه چارواکي چې د کسانو په شکنجه کولو یا وژل کېدو کې د سپارلو له لارې ونډه ولري، ښايي د امریکا د بشري حقونو له بندیزونو سره مخ شي.

دوه ورځې مخکې هم، وروسته له هغې چې پاکستان ته د افغان کډوالو د ایستلو خبرونه خپاره شول، د امریکا یو شمېر سناتورانو د هغوی ایستل «بې‌رحمانه» او «د امریکا له متحدانو سره خیانت» بللي وو او د ډونالډ ټرمپ د حکومت د دې پرېکړې پر وړاندې یې د کانګرس د درېدو غوښتنه کړې وه.

د نیوهمپشایر ایالت سناتور جېن شاهین، د دلاویر ایالت سناتور کریس کونز، د کنېکټیکټ ایالت سناتور ریچارډ بلومنتال او د ویرجینیا ایالت سناتور ټیم کېن په جلا جلا پیغامونو کې پاکستان ته د افغان کډوالو د ایستلو د لغوه کولو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې «نیویارک ټایمز» د جمعې په ورځ (د عقرب ۸مه) راپور ورکړی و، چې د امریکا حکومت په لوزیانا ایالت کې تر ۱۵۰ ډېر افغان پناه‌غوښتونکي نیولي او غواړي د پاکستان له حکومت سره په همکارۍ یې په راتلونکو درېیو ورځو کې له دغه هېواده وباسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته