د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، سږ کال د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د سرو املوکو حاصلات د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي دي.
د یاد ریاست لپاره د طالبانو ویاند، اجمل سبحاني وايي، په ۱۴۰۴ کال کې د ۸۷۸ جریبه ځمکې له بڼونو څخه شاوخوا ۱۴۲۶.۲۶۵ مټریک ټنه املوک ترلاسه شوي وو، خو اټکل کېږي چې په روان ۱۴۰۵ کال کې به له همدې اندازې ځمکې څخه د املوکو حاصلات شاوخوا ۱۶۰۴ مټریک ټنو ته ورسېږي.
د نوموړي په وینا، اوس مهال د کامې، اچین، کوز کونړ، سرهرود، خوږیاڼو او نازیانو ولسوالیو کې د سرو املوکو بڼونه شته او هڅه کېږي چې د املوکو د بڼونو د جوړولو لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
سبحاني ویلي، د کرنیزو محصولاتو د تولید زیاتوالی، د بزګرانو ملاتړ او د کرنې د سکټور پیاوړتیا د دوی د کاري لومړیتوبونو یوه برخه ده او په دې برخه کې د مسلکي او تخنیکي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي.
خو بل لور ته، د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې بڼوال او کروندګر وايي، په وروستیو کلونو کې د ورښتونو کمښت، د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل او پرلهپسې وچکالۍ د دوی بڼونو ته زیان اړولی دی.
د دوی په وینا، د اوبو کمښت یو شمېر کروندګر اړ کړي چې د خپلو کرنیزو ځمکو او بڼونو د خړوبولو لپاره ژورې څاګانې وکیندي.
بڼوال له مرستندویه بنسټونو غواړي چې د اوبو سرچینو د مدیریت، عصري کرنیزو امکاناتو او د اوبو سپموونکو سیسټمونو د برابرولو په برخه کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.
