د هلمند امنیه قوماندانۍ وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې ۸۰ میله بېلابېلې وسلې او پوځي تجهیزات نیولي دي.
د دې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په نیول شویو وسلو او تجهیزاتو کې کلاشینکوفونه، توپکچې، کمرشکنان، اېمـ۱۶، راکټونه، کرینکوفونه، پیکا، سلډزې، لېزري څراغونه، مخابرې، زرګونه سپکې او درنې مرمۍ او نور پوځي تجهیزات شامل دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو وسلو او تجهیزاتو په تړاو ۱۰ کسان هم نیول شوي او د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې په وار وار د پخواني حکومت د غړو د نیولو او زنداني کولو راپورونه خپاره شوي دي. همداراز، راپورونه ښيي چې له ځینو کسانو څخه په زور وسلې او پوځي تجهیزات هم اخیستل کېږي.
هلمند کې په درېیو میاشتو کې ۸۰ میله بېلابېلې وسلې نیول شوې دي
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
