د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو ۱۰۷ کوچني او لوی د موسیقۍ آلات سوځولي دي.
د ننګرهار د رسنیو له دفتره د سهشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه آلات د خوږیاڼو ولسوالۍ د محتسبینو امریت له لوري په تېرو اوو میاشتو کې راټول شوي وو.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه آلات د یوه ګډ پلاوي په حضور کې سوځولي دي.
طالبانو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه د موسیقۍ آلات له منځه وړي او د موسیقۍ غږولو په تور یې ګڼ شمېر کسان نیولي دي.
