د طالبانو د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د بلخ – جوزجان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د دې قوماندانۍ ویاند، عبدالستار حلیمي ویلي، پېښه نن د سېشنبې په ورځ (د عقرب ۱۲مه) د فیضآباد ولسوالۍ په «سهدرخت» سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو کرولا موټر له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی.
حلیمي د پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي او تېز رفتار بللی دی.
په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې د سلګونو کسانو ژوند اخلي او ګڼ نور ټپیانوي. د دغو پېښو عمده لاملونه د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي نښو نشتوالی بلل کېږي.
