د یمن د حوثیانو لهخوا پر سعودي عربستان د بریدونو د دوام له امله، د اسیا د فوټبال کنفدراسیون اعلان کړی چې د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام سیالۍ ځنډول شوې دي.
ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له اوومې د فبرورۍ تر پنځمې نېټې په سعودي عربستان کې ترسره شي، خو د نوي مهالوېش له مخې به د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر په ۲۳مه پیل او د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ په ۲۱مه پای ته ورسېږي.
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون نن (سهشنبه، د عقرب ۱۲مه) ویلي چې د سیمې د وروستیو تحولاتو، د لوژستیکي ستونزو او د سفرونو د ګډوډۍ له امله یې د سیالیو نېټې بدلې کړې دي.
دغه کنفدراسیون زیاته کړې چې د ځانګړو شرایطو له امله د سیالیو د لومړني مهالوېش له مخې ترسره کول ستونزمن شوي وو؛ له همدې امله د ټولو ګډونوالو لوبډلو، چارواکو، نندارچیانو او نورو ښکېلو لورو د ګټو د خوندي کولو لپاره د سیالیو ځنډول اړین وو.
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون ویلي چې د ملتونو جام د ترسره کېدو نوې نېټې به د تایید لپاره د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) ته ولېږي.
په وروستیو میاشتو کې د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان خپل بریدونه زیات کړي او د دغه هېواد هوايي ډګرونه او د تېلو تاسیسات یې په نښه کړي دي.
د دغو بریدونو له امله د سعودي عربستان د هوايي ډګرونو په فعالیتونو کې ګډوډي رامنځته شوې او د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
