په نیمروز ولایت کې د طالبانو سیمهییز مسوولان وايي، امنیتي ځواکونو یې په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ کسانو د قاچاقي سفر مخه نیولې او د انسان قاچاقبرانو یو پټنځای یې هم کشف کړی دی.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، مولوي ګلمحمد قدرت د سېشنبې په ورځ (د عقرب ۱۲مه) ویلي، ځواکونو یې د زرنج ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې د ۳۰۰ کسانو د قاچاقي سفر مخه نیولې چې غوښتل یې په ناقانونه ډول ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.
د نوموړي په وینا، په دې تړاو د مسافرو د قاچاق لپاره کارېدونکی یو پټنځای هم کشف شوی، یو کس نیول شوی او اته عرادې ټویوټا او دوه عرادې خوستۍ موټرې هم نیول شوې دي.
قدرت زیاته کړې چې د زرنج – دلارام پر لویه لاره یې د ۳۰ نورو کسانو د قاچاقي سفر مخه هم نیولې ده. د هغه په خبره، په دې تړاو یو کس نیول شوی او یو باروړونکی موټر هم درول شوی دی.
د طالبانو د مشر په امر له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته قاچاقي تګ منع اعلان شوی او طالب ځواکونه د انسان قاچاقبران نیسي او خپلو محکمو ته یې ورپېژني.
د سیمهییزو معلوماتو له مخې، د اقتصادي ستونزو او د طالبانو د محدودیتونو له امله هره ورځ زرګونه کسان هڅه کوي چې د نیمروز له لارې په ناقانونه ډول ایران او پاکستان ته ولاړ شي.
طالبانو په نیمروز کې د څه باندې ۳۰۰ کسانو د قاچاقي تګ مخه نیولې ده
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
