د غزني او بلخ ولایتونو په درېیو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
په غزني کې د طالبانو د دفاع وزارت اړوند یوه نظامي انټرنیشنل موټر له یوه ملکي موټر سره ټکر کړی، چې په پایله کې یې اته کسان وژل شوي دي.
په غزني کې یوې سیمهییزې سرچینې ویلي، چې دغه پېښه نن (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د غزني ښار اړوند د «روضې کوتل» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، د طالبانو نظامي انټرنیشنل موټر له یوه ویډز ډوله کوچني موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې د کوچني موټر ټول اته سپاره کسان، یوه ښځه، درې نارینه او څلور ماشومان، وژل شوي دي.
په غزني کې طالب سیمهییزو چارواکو هم د پېښې پخلی کړی، خو د هغې د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.
بل لور ته، په بلخ ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بلخ لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښې پرون (سېشنبه، د لړم ۱۲مه) د بلخ ـ کابل پر لویه لار او د مزارشریف ښار په بېلابېلو سیمو کې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، لومړۍ پېښه د بلخ ـ کابل پر لویه لار د دوو سوزوکي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
دویمه ترافیکي پېښه د مزارشریف ښار د دشتشور په سیمه کې د یوه سوزوکي موټر او ټېلري موټر د ټکر له امله شوې، چې په پایله کې یې یوه ښځه وژل شوې ده.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په وینا، د دغو ترافیکي پېښو اصلي لاملونه د موټرچلوونکو تېز رفتار او بېاحتیاطي وه.
